د امریکا په سنا مجلس کې د ټرمپ د وکیلانو دفاعیه پیلوي

روهي(نۍ/۵ د سلواغی)، د ډانلډ ټرمپ وکیلان د امریکا په سنا کې د استازو مجلس د استیضاح د دوو مواردو په وړاندې چې په ډسمبر میاشت کې تصویب شول، دفاعیه پیلوي. د استازو د مجلس هغه وکیلان چې د استیضاح مدیریت پر غاړه لري، له واک څخه د ولسمشر پر لېرې کولو ټینګار کوي.
د نویو شاهدانو د راغوښتلو په هدف څلور جمهوري غوښتونکي باید له دیموکراتانو سره ودریږي. تر اوسه هیڅ یو ندی رامخکې شوی. خو جمهوري غوښتونکي وايي د جمهور رئیس د برخلیک پریکړه باید د امریکا ولس وکړي.ټولپوښتنې ښيي خلک له ټاکنو مخکې له واک څخه د جمهور رئیس په لرې کیدو یو نظر نلري او د ولسمشرۍ ټاکنې په نومبر کې کیږي.
د استازو د مجلس دیموکرات غړي جیسن کرو وویل:"شواهد روښانه دي. له تاسې پوښتنه داده چې آیا دا د جمهور رئیس لپاره مناسبه ده چې زموږ له یو متحد، زموږ له ملگري سره چې د جنگ په حال کې و، هغه مرستې چې د ټکس ورکوونکو پیسې دي، د خپلې شخصي سیاسي ګټې لپاره وځنډوي .