د عراق بغداد له مهمې څلور لارو څخه لاریون کونکي  وشړل شول

روهي(نۍ/۵ سلواغی)، د عراق امنیتي ځواکونو د لاریون کونکو  خیمې وسوځولې  د عراق امنیتي ځواکونو د مظاهره کوونکو د شړلو لپاره له لرګیو، اوښلن کازونو او نورو وسایلو کار واخیست او د بغداد له مهمې څلور لارې څخه یې وشړل.
په عراق کې لسګونه زره خلکو د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د عامه خدمتونو د کموالي، اقتصادي وضعیت د خرابوالي، کاري زمینو د نشتوالي او په حکومت کې د فساد پر ضد مظاهرې پیل کړي. خو مقتضی الصدر نور اعتراضونه پیل کړي او له عراق څخه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.
مظاهره کوونکي له څو میاشتو راهېسې دلته راټول شوي وو. امنیتي ځواکونو له هغه څو ساعته وروسته دا اقدام وکړ چې د دغه هېواد افراطي روحاني مشر مقتضی الصدر اعلان وکړ چې نور د عراق د ځوانانو د غورځنګ ننګه نکوي.