فلسفه

د سهار په ښکلې وږمه کې، لمر په طبیعت ورحمیده، غرونه یې شکل کړل. د سړو خاموشي یې څیرې کړه. طبیعت یې بیا را ژوندی کړ ونې یې لمس کړې. سمندر یې مست او څپاند کړو. د ساحل خاموشي یې ورکه کړه.

هر سړی د خپل کار پر لور روان شو، زه او پلار مې هم له سهارنی نه ورسته، بڼ ته روان شوو.

په بڼ کې تل رادیو ته به غوږ وو او خپل کار مو هم پر مخ وړو. نن مې هم رادیو روښانه کړه او د ژوند او ښکلا خپرونې ته غوږ وم.

نطاق وویل: په ننۍ خپرونه کې په فلسفې خبرې کړو. فلسفه څه شی ده؟
زموږ میلمه به تاسو ته ووایي چې فلسفه څه ده؟
ناڅاپه رادیو ګول شوه.

هر څه مې، چي وکړل بیا روښانه نشوه.
_ پلاره په رادیو څه وشول.

_ زه څه پوه شم، کیدای شي پلتې یې خلاصې شوي وي.

_پلاره فلسفه څه ده؟ را ته مسک شو.

_زوی! زه خو نالوستی یم؛ نو څه پوه شم. ته داسې وکړه، سبا چې ملا صیب ته ورغلې پوښتنه ترې نه وکړه.

_سمه ده، سبا سهار وختي کله چې د سبک لوستلو لپاره جومات ته لاړم نو په دې پلمه به له ملا صیب څخه و پوښتم، فلسفه څه ده؟

_مُلا صیب یو پوښتنه لرم.

_زوی و پوښته څه ویل غواړې؟

_مُلا صیب فلسفه څه ته وا یې؟

_څه فلسفه! نجسه ستا یې په فلسفه څه؛ چې بیا یې درنه وا نورم. فلسفه څوک کافروي! له دین څخه یې وباسي، ملحد ترې نه جوړوي!

تر ډېره وخته له فلسفه څخه ویریدم، داسې نه چې یوځل کافر شم!

څو وخته وروسته د خان صیب زوی، چې بهر ته د زده کړو لپاره تللى وو، کلي ته راغلی ؤ. ټول کلیوال یې پوښتنې ته  ورتلل، زه او پلار مې هم ورغلو.

اونۍ وروسته په بڼ کې په کار لګیا وم. غرمه وه، چې د خان صیب زوی راغلو جوړ جاړی مو وکړ.

د لمانځه وخت ؤ، غږ مې پرې وکړ راځه لمونځ وکړو، مسک شو وې ویل: پرما کله لمونځ کیږي. زه خو مسافر یم.

ځان سره مې وویل:دی خو په لمانځه کې ډیر کلک ؤ، دملا صیب خبره مې یاد شوه، لکه چې فلسفه یې لوستې.
- احمد! (د خان صیب زوی) یوه پوښتنه لرم.
_ مهرباني.
_  فلسفه پیژنې؟
هو, فلسفه د یوه چیز اجزا وو ته داخلیدل او د هغه پلټنه چې دا څنګه منځ ته راغلي، د څه لپاره، د چا په مرسته، څه وخت او څنګه. کوښښ کوي چې خپلو سوالونو ته د منطق تر سیورې لاندې ځوابونه پیدا کړي دا فلسفه ده.

_ښا ډېر ښه ته را ته دا ووایه، فلسفه ریښتیا سړی له ‌ډین څخه وباسي؟ ملا صیب ماته ویلي ؤ، فلسفه سړی بې دینه کوي. او ته هم په لمانځه کې سست شوی یې.

_ها ها ها نه ساده ګوله داسې نه ده او ما لمونځ په کور کې کړی ؤ بیا دلته راغلم. ته د ملا صیب په خبرو پسې مګرځه. زه یو کتاب در کوم هغه ولوله د فلسفه په هکله دی.

کتاب یې راکړ، ومې لوست. پوه شوم چې د فلسفې لفظ د یونانی لغت PHILIEN چې د خوښولو معنی ورکوي او د SOPHIA چې د عقل او پوهې معنا ورکوي له ترکیب څخه اخیستل شوی دی.

او د هغو اصولو پیژندنه ده چې انسان ته دې هستیو د ذاتي پېژندګلوي او د هغه د وجود او علتونو څخه بحث کوي.

او په دې هم پوه شوم چې لمړی فیلسوف فیثاغورث ؤ.

فلسفه په دوه ډوله ده نظري او عملي.
نظري الهیات او ریاضیات مطالعه کوي او له دې څخه پرته نور علوم په عملي فلسفه پورې تړلي.

دهدف له مخه هم په دوه ډوله نظري او عملي ده.
نظري د چیزونه تفسیر او عملي د تفسیر په مرسته د انسان کړنلارې د مثبتو موخو لپاره ټاکې.

او دعلم سره یې توپیر په دې کې دی، فلسفي بحثو نه تر ډېره فرضي دی او ډېری وخت سری له شعوري اړخه نه قانع کوي. علمي بحثونه اثباتي دي او د شعوري اړخه سړی قانع کوي.

په دې هم پوه شوم چې فلسفه سړی نه ملحدوي بلکه یوه برخه یې د دین مطالعه ته څانګړې شوې.