په کابل پوهنتون کې د سید  الجمال الدین قبر بیا رغونه

روهي(نۍ/۵ د سلواغی)، په کابل پوهنتون کې د فیلسوف سید جمال الدین افغان مقبره بیارغول کیږي د کابل پوهنتون د معلوماتو له مخې، سید جمال الدین افغان د ختیځو هېوادونو نامتو عالم او فیلسوف بلل کیږي چې په ۱۲۱۷ هجري لمریز کې د افغانستان کونړ کې زېږېدلی.
شعبان رفعت د کابل پوهنتون د مطبوعاتي برخې یو مسول په دې اړه امریکا غږ ته وویل: د دې لپاره چې سید جمال الدین د افغانستان لوی ویاړ دی، اوسنۍ مقبره د ده شخصیت ته په کتو مناسبه نه وه.
د کابل پوهنتون مطبوعاتي مسولین وايي، د اوسنۍ مقبرې انګړ په ۳۰۰ متر مربع ځمکه پروت دی، خو د دې پروژې پر بشپړېدو به دغه انګړ ۱۴ سوه متر مربع پورې پراخ شي.
  سید الجمال الدین په ۱۲۷۵ کې د ترکیې په استانبول کې مړ شو او هملته خاورړو ته وسپارل شو خو ۷۶ کاله مخکې افغانستان ته راوړل شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپار شو.