په برما کې د تازه پېښو له امله دوه مسلمانې ښځې مړې دي

روهي(نۍ/۵ د سلواغی)، د برما د روهېنګیا په سیمه کې د توغندیو په تازه بریدونو کې دوې مسلمانې ښځې  یوه مېرمن ځای پر ځای وژل شوې او بله یې روغتون ته تر انتقال وروسته ساه ورکړې ده. پوځ وايي برید په برما کې د (اراکان ځواک) په نامه ډلې کړی دی. دا ډله په برما کې زیات استقلالیت او خپلواکي غواړي. خو د اراکان ځواک پوځ تورنوي چې توغندي یې وېشتلي دي.
څو اونۍ مخکې د سړک غاړې ماین په یوې چاودنې کې څلور روهېنګیايي ماشومان ووژل شول. په برما کې د مسلمانانو په سیمو کې د دغه هېواد د پوځ له عملیاتو وروسته سلګونه مسلمانان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
ملګري ملتونه هم وايي چې دا عملیات نسل وژنه وه، خو د میانمار حکومت وايي چې عملیات یې د یاغیانو په ضد پیل شوي وو.
په همدې حال کې د هاګ محکمې  د میانمار حکومت ته لارښوونه وکړه چې د روهینګیايي مسلمانانو پر ضد دې د هر ډول تربګنیو او زور زیاتيو مخه ونیسي او په دې اړه دې لازم اقدمات وکړي.