د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې یوه څرخي الوتکه په توغندي لګیدلې

روهي(نۍ/۵ د سلواغې)، د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې یوه څرخي الوتکه په توغندي لګیدلې او ۳ تنه عمله يې ټپیان شوي دي. د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه MI-17 هلیکوپټره نن ۱۲ بجې په کجکي ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې ده. کجکي ولسوالي د هلمند په شمال کې له لښکرګاه ښار څخه په ۱۳۰ کیلو متره فاصله کې موقعیت لري
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وويل چې الوتکه پراوز ته د چمتو والي په حال کې وه چې په توغندي لګيدلې، چې په پېښه کې د الوتکې درې عمله ټپیان شوي او الوتکه له کاره لویدلې. دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړې ده چې په دغه پېښه کې د هلیکوپټرې عملې ته زیان نه دی رسېدلی او وايي چې دغه هلیکوپټره د یو خصوصي شرکت اړوند ده، خو د دغه شرکت نوم یې نه دی یاد کړی، د دغه برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.