خوست کې خلکو پرېکړه وکړه چې که څوک خپل اولادونه ښوونځي ته ونه لېږي یو لک افغانۍ به جرېمه شي

روهي( نۍ/۵ د سلواغې )، د خوست دوه منده ولسوالۍ خلکو د یوه تړون په اساس؛ هغه کورنۍ چې ماشومانو یې د زده کړو قانوني سن پوره کړی وي، ښوونځي او یا مدرسې ته ونه لیږل؛ نو سل زره افغانۍ جریمه به ورکوي.
 
 
خوست والي ویلي خپلو اولادونو په زده کړه پیسې لګول مصرف نه؛ پانګونه ده.
 
 
دا څرګندونې خوست والي محمد حلیم فدایي د احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو موسسې له طب پوهنځي څخه د ۳۲ نجونو په ګډوون ۸۲ تنه محصلینو د فراعت په غونډه کې وکړې.