
اوښکو مو لوند څيرې ګرېوان کړ
د زړګي درد يې را بيان کړ
وې کړ د وينو غر غرو کې تکل
پيل يې نړۍ سره هجران کړ
ستړو سلګو کې يې څه ونه ويل
پټ يې ځولۍ ځولۍ ارمان کړ
رژوې تل ولې خزانه څانګې
د مست بلبل دې کم دوران کړ
غمازه څنګه دې پرې زړه ونه سؤ
چې له (اماج) دې تش ميدان کړ
نشته هغه سترګې ملالې منځ کې
چې به يې په غږ درد و درمان کړ
د شمشاد غرونو کې وه ورکه هوسۍ
مرګي يې ټول عالم پرېشان کړ
ژوبل احساس د ((مشتري)) شو پاتې
پټ يې چې زړه کې تند طوفان کړ
ملکه (مشتري)