د سولې ولسي حرکټ غړي: اسلام او ملي نوامیس مو سرې کرښي دي

روهي( نۍ/۵ د سلواغې )، د سولي ولسي حرکت غړو د مزار شریف د روضې په جومات کي ویلي، اسلام، هیواد او ملي نوامیس د ولس سرې کرښي دي.

د حرکت غړي مولوي عبدالحق د جمعې د لمانځه پر مهال پر ټول ولس ږغ کړی چي نور باید ولس ږغ پورته کړي.
د دغه دیني عالم په وینا، افغانان د دې خاوري مالکان دي او باید له خپل ملک څخه ساتنه وکړي.

نوموړي پر ولس ږغ کړی چي، حرکت د ولس د زړه آواز دی او باید ټول اوسېدونکي ورسره همکار شي.

د سولي ولسي حرکت یو موټریز کاروان په بلخ او بل په کندهار کي د اوربند او سولې په خاطر بېلابېلي ناستي او لاریونونه لري.

دغه حرکت له خوا نن ورځ کندهار په ښار کي موټریز لاریون ترسره کېږي.
#