روهي( نۍ/۵ د سلواغې )، د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې، شپږمې او پنځلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د غلا، لارنیونې، اخلاقي فساد، د غیرقانوني وسلو لېږد او د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه درې میله تفنګچې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
کابل پولیس کابل ښاریانو ته د امن فضا د رامنځته کولو په برخه کې نه ستړېدونکې هڅې کوي.
وروستي