جرمني کې یو تن په نورو خلکو برید کړی

روهي( نۍ/۵ د سلواغې )، د جرمني  د روت ام زه  په سیمه کې  په یوې ودانۍ  وسله وال برید شوی چې ګمان کیږي ګن شمیر کسان پکې وژل شوي وي.
د رویټرز  خبري اژانس د یاد شوي ښار د پولیسو له قوله لیکلي دي چې  یو تن  په یوې ودانۍ  وسله وال برید وکړ چې برید کوونکی  د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
ویل کیږي  برید  د جرمني په ځايي وخت په ۱۲ بجو او ۴۵ دقیقو شوی دی.

ځینو سیمه ایزو سرچینو پدې برید کې  لږ تر لږه  د ۶ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.