زلمی خليلزاد

  تېره ورځ په ملګرو ملتو کې د امريکې دايمي استازی زلمي خليلزاد له واشنګټن پوسټ سره په يوه مرکه کې په کلکه وويل ، چې دی به د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره په راتلونکو ټولټاکنو کې ځان کانديد نه کړي او په دې توګه يې ټولو هغو ګونګسو ته د پای ټکی کېښود ، چې له څه مودې راهيسې په دې اړه اورېدل کېدې . خو زما په اند دا آوازې بې څه نه وې ، ځکه ويل کيږي ، چې يو ځل زلمي خليلزاد په لندن کې حامد کرزي ته ويلي و، چې که ته په راتلونکو ټولټاکنو کې ځان نه کانديد کوې نو بيا زه ودرېږم ، مانا دا چې ته تېرشه چې زه ځان کانديد کړم ، خو کرزي يې مخالفت کړی و او ورته ويلي يې و، چې ستا چانس ډېر لږدی . تر هغو وروسته د کرزي او خليلزاد اړيکې چندان ښې نه بلل کېدې ، تر دې چې په وروستيو کې خليلزاد په څرګنده توګه پر کرزي نيوکې هم پيل کړې .
کله چې د خليلزاد د کانديد کېدو آوازې خپرې شوې ، نو د بېلابېلوسياسي ځواکونو غبرګونونه هم بېل و . د اوسني حکومت اپوزېسيون چا د ده پر ضد ډېر سخت تبليغات پيل کړل او پر ده يې د قوم ګرايۍ تورونه ولګول ، ځينې نورو د ده د پرېکړې هرکلی وکړ او ويل يې چې د ده د سفارت په دوره کې امنيت ښه و او له بېلا بېلو اړخونو سره يې ښه اړيکي درلودل ، نو ښه خبره ده چې دی راشي ، هسې خو هم زموږ په اړه ټولې پرېکړې په امريکا کيږي ؛ خو ځينې نور د دې پر ځای چې ډېرې خبرې وکړي هڅې يې پيل کړې له ده سره اړيکي ونيسي او د کرزی پر ضد ورسره ودريږي . وروستي خبرونه داسې وايي ، چې خليلزاد غواړي په راتلونکو ټولټاکنو کې د علي احمد جلالي ملاتړ وکړي او حتی واردمخه يې خپل ملاتړ پيل کړی هم دی . خليلزاد له 1980 کلونو څخه د افغانستان په سياسي لوبو کې ډېر مهم رول لري ، نوراځیء د ده ژوند ليک ته يو څه تم شو ، څو د ده په اړه مو معلومات نور هم کره شي .
زلمی خليل زاد ، چې په خټه پښتون او اصلاً د لغمان د قرغه يي ولسوالۍ دی د1951 ز دمارچ پر 22 مه نېټه په مزارشريف کې په يوې پښتنې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانېستې . پلار يې تر 1973 ز پورې له پخواني ټولواک محمدظاهرشاه سره همکاري درلوده . خليلزادخپلې لومړنۍ زده کړې دکابل په غازي ليسه کې پيل کړې . ددولسم ټولګې زده کونکی و، چې د تعليمي بورسونو په لړۍ کې د بيروت امريکايي پوهنتون ته ولېږدول شو. وروسته يې بيا په بيروت کې له امريکايي پوهنتون څخه دليسانس او ماسترۍ بري ليکونه تر لاسه کړل . له بيروته بېرته متحده ايالاتو ته لاړ او له شيکاګو پوهنتون څخه يې ددوکتورا سند تر لاسه کړ . خليل زاد دزده کړې پر مهال دوخت له نوموتوڅيرو لکه البرټ وولستيتر سره نږدې اړيکې درلودې . وولستيتر هغه امريکايي مفکر دی ،چې دسړې جګړې پر مهال د اتومي وسلو د له منځه وړلو له ټولو نړيوالو تړونونوسره مخالف و او د اتومي غبرګون له ملاتړو څخه و . وولستېتر دخليلزاد اړيکي له حکومت او ( رانډ ) مؤسسې سره ټينګې کړې .
د(واشنګټن پوست ) له کارکونکوڅخه روبن رايت د خليل زاد ددپوهنتون دمهال دنږدې ملګری ريچارد نورتون له خولې کاږي : « هر چا که خليلزاد په تېرو څوکلونو کې ليدلی وي اوس به يو څه ستونزمنه وي ، چې نوموړی وپيژني خليلزاد ،چې پخوا يې لنډه ږيره درلوده او يو څه راديکال فکر يې درلود اود منځني ختيځ په اړه يې دامريکا پرتګلارو نيوکه کوله اوس هغه ډېر بدل شوی .»
خليلزاد ،چې کله له شيګاګو پوهنتون څخه دوکتورا تر لاسه کوله دتيزس سرليک يې، دايران اتومي پروګرام و. دغه مهال يې په پوهنتون کې ملګري پاول وولفويتز داوسنی دفاع وزير مرستيال ، ريچارډبيرل د پنتاګون پخوانی مامور ، وولفويتز او بيرل په واشنګټن کې له نوموتو (بازانو) څخه دي .
له 1979- 1989 ز پورې خليلزاد په کولمبيا پوهنتون کې دسياسي علومو په پوهنځي کې دنړيوالو اړيکو په برخه کې مرستيال پروفيسور و . دغه مهال يې دجيمي کارتر په حکومت کې له پخواني شوروي اتحاد سره په جګړه کې دافغان جنګيالو دتګلارې له انجينر بريژنسکي سره کلکې اړيکې درلودې .
خليلزاد په 1984 ز کې په بهرنيوچارووزارت کې د کار لپاره د ( بهرنيو اړيکو په اړه شورا ) فېلوشپ تر لاسه کړ ، چې وروسته يې له پاول وولفويتز سره په دې برخه کې کار کاوه او ورپسې بيا دسياسي پلان جوړونې د څانګې مدير شو .
خليلزاد له 1985-1989 ز پورې په همدغه وزارت کې پرافغانستان دشوروي اتحاد ديرغل ، دعراق – ايران دجګړې په برخه کې د ځانګړي سلاکار دنده ترسره کوله ، په دغه دنده کې دنوموړي رول دا و،چې دشوروي اتحاد د ماتولو په موخه له افغان جنګيالو سره نړيوال پروګرام ته لوری وټاکي . له دې وروسته خليلزاد د رونالډ ريګن او جورج بوش ( پلار) دحکومت پر مهال دمنځني ختيځ ، سويل لويديځې اسيا او شمالي افريقا په چارو کې د ولسمشر ځانګړی سلاکار و .
خليلزاد له 1991 – 1992 ز پورې په دفاع وزارت کې د رامسفيلډ په دفتر کې د سياسي تګلارې د جوړونې مسووليت پرغاړې درلود . پردې سربېره خليلزاد د تيلو امريکايي شرکت ( يونيکال ) سره دسلاکار په توګه دنده تر سره کړې ده . نوموړي د ( ترانس افغان ) په نوم دتيلو دنل ليکې په اړه يوه څيړنه وړاندې کړه ، چې دا په نړۍ کې دخپل ډول اوږده نل ليکه ده او له منځنۍ اسيا څخه د افغانستان او پاکستان په لار دهند سمندر ته د دوه مليارده ډالرو په لګښت غځيږي .
کله ،چې په 1996 ز دامريکا دانرژۍ وزارت دافغانستان له لارې دنل ليکې د غځولود اړتيا په اړه پريکړه وکړه خليلزاد په 1997 ز کې د يونيکال په استازيتوب له طالبانو سره خبرې وکړې . کله ، چې طالبانو په افغانستان کې د چارو واګې په لاس کې ونيوه خليلزاد فکر کاوه ، چې په افغانستان کې د ټيکاو ( ثبات ) او د ايران دګواښونو پر وړاندې همدا طالبان ښه ځواک دی ، خونوموړي له 1996 ز څخه رادې خوا د طالبانو دسخت دريځۍ لامله خپل نظر بدل کړ او په افغانستان کې دامريکا دلاسوهنې له ملاتړو څخه شو.
له 1993 نه تر 2000 کال پورې خليلزاد د ( رانډ مؤسسې ) د ستراتېژۍ ، دوکتورين او د ځواکونو جوړښټ برحې ډايرکټر و . په دغه دوره کې دی بريالی شو چې په رانډ مؤسسه کې د منځني ختيح د مطالعاتو مرکز جوړ کړي او د ستراتېژيک عروج په نامه مهالنۍ راوباسي .ده همدارنګ څو مهم مونو ګرافونه وليکل ، لکه : متحده ايالات او راپورته کېدونکی چين ، امريکا او نړۍ تر سړې جګړې وروسته او ... .خليلزاد همدارنګه د ( د نوي امريکايي پېړۍ لپاره پروژه ) اصلي غړی هم و او ده هغه مکتوب لاسليک کړی و ، چې په 1998 کې يې له بېل کلېنټن څخه د زور له لارې د صدام حسين د لرې کولو غوښتنه کوله .
د 2001 / سپټمبر/ 11 راوروسته خليلزاد ددې پلوي و، چې طالبان دې دجګړې له لارې راوپرځيږي ، نوموړي دبوش په حکومت کې د د فاع دانتقالي ادارې مشرتوب هم کړی او د دفاع دپخواني وزير رامسفيلډ او ډيک چيني سلاکار هم تېر شوی .
د2001 ز په می کې دهغه مهال دامريکا د امنيت شورا سلاکارې کوندليزا رايس دی د سويل لويديځې اسيا ، خليج او نورو سيمو په چارو کې په امنيت شورا کې دولسمشر دځانګړي مرستيال په توګه وګوماره . همدارنګه خليلزاد پخوا ( دافغانستان ملګري ) ټولنې غړی و په دغه لړ کې يې يو شمېر بسپنې هم تر لاسه کړي .
په افغانستان کې دسفير په توګه دخليلزادټاکنه دهغې مقالې له برکته و،چې په واشنګټن پوست کې يې خپره کړې وه او هغه تګلارې يې په ګوته کړې وې ، چې امريکې بايد په پام کې نيولي وای، نوموړي ،چې کومو ټکيو ته اشاره کړې وه هغه ولسمشر بوش دخپلې هغې تګلارې يوه برخه ګرځولې وه ، چې دترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې ورڅخه ګټه پورته کړي . په دغه مقاله کې خليلزاد کښلی و ، چې د طالبانو نظام دې له داخله ونړيږي اوپه شمال کې دې طالب ضد کسانو سره مرستې وشي . له امريکا غږ څخه يې وغوښتل ، چې دافغانستان لپاره خپل وخت ډېر کړي همدارنګه يې له امريکايي ادارې وغوښتل ،چې پر پاکستان فشارراوړي ، چې له طالبانو سره له مرستې لاس واخلي . دامريکاحکومت دنوموړي دواړه وړانديزونه ومنل .
خليلزاد له2003 څخه تر 2005 پور په افغانستان کې دامريکا د سفير په توګه دنده تر سره کړه . د امريکايو پخواني ډيپلومات د ده په اړه داسې وايي : اوس به افغانان داسې سفير ولري ، چې هر وخت وغواړي دتيلفون غوږۍ راپورته کړي دملي امنيت له سلاکارې ( کونداليزا رايس ) او د د فاع وزير ( رامسفيلډ) سره مخامخ خبرې وکړي .
دنوموړي په اړه دامريکا دبهرنيوچارووزيره کونداليزا رايس وايي : خليلزادکولای شي ،چې هر ډول مخالف نظرونه سره نږدې کاندې او په ډېرو سختوشيبوکې هم پايله تر لاسه کولای شي . خليلزادپه امريکايي اداره کې د( شازوی ) په نوم ياديږي .
د 2005 کال د جون په 21 مه په عراق کې د امريکې سفير شو ، چې د سفارت په موده کې يې د اساسي قانون د تصويب په اړه اختلافات په ښه شان حل کړل او همدارنګه د ده په وخت کې ټولټاکنې له کومې ځانګړې ستونزې پرته تر سره شوې . د 2007 کال د فبروري په 12 نېټه د سپينې ماڼۍ له خوا په ملګرو ملتو کې د امريکې د دايمي استازي په توګه وټاکل شو او تر ننه په همدې دنده کې بوخت دی .
خليلزاد په شيګاګوپوهنتون کې داتريش تبعه ( چېريل بينارد) سره اشنا شو له فراغت وروسته دواړو په 1979 ز کې واده وکړ ديادونې وړ ده ،چې ميړه اوميرمن دايران په اړه د( انقلابي ايران ) تر سرليک لاندې يومهم کتاب هم کښلي . دوی د الکساندر او ماکسيمليان په نامه دوه زامن لري .