
روهي( نۍ/۵ د سلواغې )، د ۶.۸ درجې زلزلې د ترکیې په بیلابیلو سیمو کې ګڼې ودانۍ ویجاړې کړې، چې له امله یې ۱۴ تنه ووژل شول.
د ترکي رسنۍ وايي ، د ۶.۸ درجې زلزلې د ترکیې په بیلابیلو سیمو کې ګ ڼې ودانۍ ویجاړې کړې او د زلزلې ځپلو سیمو کې د مرستې عملیات روان دي.
د ترکیې والیان وايي د زلزلې له امله په ختیځ ولایت الزاګ کې ۱۴تنه مړه او ۲۲۵ نور ټپیان شوي دي.