روهي( نۍ/۵ د سلواغې )، ولسمشرمحمد اشرف غني د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په څنډه کې د المان دفاع وزیرې انه ګریټ کرامپ کارنباور سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په داووس ښار کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت، سولې پروسې او سیمه ییزې اوضاع په اړه بحث او خبرې وکړې.
د المان دفاع وزیرې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ وې ویل، د افغانستان او المان امنیتي ځواکونو ترمنځ نږدې او دوستانه اړیکه جوړه شوې ده.
همدا ډولنوموړې له ترورېزم سره پر دوامداره ګډې مبارزې د ټينګار ترڅنګ وویل، المان د سولې پروسې په تړاو د افغانستان حکومت د دریځ ملاتړ کوي او باید د افغانستان د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي.
ولسمشر غني له افغانستان سره د المان د مرستو مننه وکړه او خوښي یې وښوده چې د افغانستان او المان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ ښه اړیکه جوړه شوې، په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې پر اصلاحاتو یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې موږ د ځانګړو ځواکونو او هوایي قواوو د تقویت لپاره د المان لا ډېرو مرستو ته اړتیا لرو.
هغه د دې ترڅنګ چې د افغانستان د ملي پولیسو لا زیات ملاتړ باید وشي د سولې په اړه وویل، سوله زموږ ټولو لپاره یوه اساسي موضوع ده او له بین المللي ټولنې سره د یوه منځمهالي او اوږدمهالي پلان په چوکاټ کې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې اجماع لرو.
ولسمشر غني د پایداره سولې لپاره اوربند د یوې مهمې موضوع په توګه مطرح کړ او وې ویل، د اوربند لپاره د افغانانو غوښتنه باید ومنل شي.
د دې کتنې په پای کې ولسمشر د سولې او بین الافغاني ډیالوک په ملاتړ کې د المان د رول ستاینه وکړه.
وروستي