روهي(جمعه/۵ د سلواغې)، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، له وسلوالو طالبانو سره د هر ډول خبرو پایله باید د لویې جرګې له لارې ومنل یا رد شي.
د نوموړي دا خبرې په داسې مهال دي چې قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرو کې د ډیر پرمختګ رپوټونه ورکول کیږي.
خو امرالله صالح د سولې دې بهیر ته هیله من نه ښکاري.د هغه په خبره، په دې دلیل له دې ډلې سره د افغان لوري د مرکچي ټیم جوړښت کوم اهمیت نه لري.
په ټول افغانستان کې د تازه نظر پوښتنې اتیا سلنه ګډونوالو ویلي د روانې جګړې یوازینی حل سیاسي هوکړه د، خو ۲۰ سلنه سولې ته د رسېدو لپاره پر پوځي حل لار باور لري.دا نظر پوښتنه د سولې او جګړې څېړنیز مرکز په ۳۴ ولایتونو کې له څه باندې پنځه زره کسانو کړې، چې ډېری یې کلیوال دي.
یوازې ۳۵ سلنه پکې ښځې دي.ښاغلي صالح دا څرګندونې کابل کې د سولې او جګړې انسټېټیوت په یوه ناسته کې وکړې چې په ترڅ کې یې ددغه بنسټ لخواه د افغان سولې په تړاو د ترسره شوې تازه نظر پوښتنې پایلې هم اعلان شوې:
د هغه په خبره، "هیڅ یو بهرنی هم له طالبانو سره خبرو کې د افغانستان د ګټو استازولي نشي کولی او نه هم پر افغانانو تړون تپلی شي.
وروستي