نن به د امریکا سنا مجلس کې د ټرمپ د ناوړې  استفادې په حقوقي او قانوني اړخونو بحث وشي

روهي(جمعه/۵ د سلواغې)، د جمهور رئیس د ګنهکار گڼلو په هدف څلور جمهوري غوښتونکي سناتوران باید د رسمی تورونو دو مواردو ته رایه ورکړي. د سنا مجلس دیموکراتان وايي نن به له واک څخه د جمهور رئیس ټرمپ د ناوړه استفادې په حقوقي او قانوني اړخونو بحث وکړي. سنا مجلس غړی د ادم شف  د محاکمې د لومړۍ ورځې په غونډه کې وویل: موږ قضیه وړاندې کړه او هر څه مو بیان کړل. سبا به د قانون په رڼا کې پر هغو واقعیتونو بحث وکړو چې له واک څخه د جمهور رئیس ناوړه استفاده ګڼل کیږي.
په سنا کې د دیموکراتانو مشر چک شومر وویل:هغه لومړی شی چې امریکایانو ولید، دا وو چې هغوی د ولسمشر د گوښه کولو په محاکمه کې ولیدل چې جمهوري غوښتونکي سناتوران د یوې عادلانه محکمې په ضد رایه ورکوي.
خو خپله جمهور رئیس او د هغه جمهوري غوښتونکي پلویان بیا د دیموکراتانو هڅې یوه دسیسه بولي.ټاکل شوېده د جمهور رئیس مدافع وکیلان د شنبې په ورځ خپله دفاعیه پیل کړي.د جمهور رئیس متحدین وايي دیموکراتان د سیاسي مقاصدو لپاره د ولسمشر د تورنولو او له واک څخه د هغه د لرې کیدو هڅه کوي.