هند وايي، د کشمیر کړکېچ کې د دریم کس رول ته اړتیا نشته

روهي(جمعه/۵ د سلواغې)، د چارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر په تړاو د ولسمشر ټرمپ وروستی وړاندیز یاد کړ او ویې ویل، داسې ښکاري چې د هند دریځ کې کوم بدلون نه راځي:
"د ولسمشر ټرمپ هیله غوره ده، خو ماته داسې نه ښکاري چې نوی ډېلی یې ومني
د هند حکومت له پاکستان سره د کشمیر کشالې د اواري په هکله د امریکا د ولسمشر وړاندیز ونه مانه.
هند وايي، د کشمیر کړکېچ کې د دریم کس رول ته اړتیا نشته.هغه د کشمیر کشالې د حل لپاره د خپلو هڅو وړاندیز وکړ او ویې ویل، د کشمیر په هکله به د پاکستان او هند ترمنځ هغه مرسته وکړي چې کولی یې شي.
دا تېرو پنځو میاشتو کې د کشمیر کشالې په حل کې د خپل رول لوبولو لپاره د ښاغلي ټرمپ څلورم وړاندیز دی.
که څه هم ولسمشر ټرمپ خپلو خبرو کې کشمیر او سوداګري یاده کړه، خو عمران خان اول پر افغان کشاله وغږېد او ویې ویل، اسلام اباد او واشنګټن د افغان کړکېچ په هکله یو شان دریځ لري.
وروسته عمران خان له هند سره د اړیکو او د کشمیر په هکله خبرو کې هیله وښوده چې امریکا به د دې ستونزې اوارولو کې خپل رول ولوبوي.