ولسمشر غني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

 

ولسمشر محمد اشرف غني نن د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په څنډه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې د سویس په داووس ښار کې وشوه، دواوړ لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د سولې په پروسه کې د علماو د رول د پیاوړتیا په برخه کې د هیوادونو په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د هڅو په اړه بحث او خبرې وکړې.
همدا ډول ولسمشر  غني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په ځانګړي ډول د سیمه ییزو تروریستي شبکو اړوند معلوماتو شریکولو او سیمه کې د شخړو راکمولو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لوریو د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او فیصل بن فرحان آل سعود وویل، سعودي عربستان ته افغانستان ارزښت لري او موږ به افغانستان او افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.