چین کې هغه ویروس چې مرګونه یې رامنځته کړل

روهي(پنځه نۍ/۴ د سلواغې)، چین کې نوی ویروس پیدا شوی چې تر دا مهال یې ۱۷ کسان وژلي دي. چینايي چارواکو له خپلو وګړو غوښتي د دې ویروس د خپرېدو ځای وهان ښار ته لاړ نه شي او د همدې ښار استوګنو ته یې ویلي چې په خپل ښار کې کرار کېني.
دې ښار ته د مساپرو د تلو په مخ هوايي ډګرونه او د اورګاډو تمځي هم تړل شوي دي.
د بسونو، مېترو، کښتوړیو او نورو ټرانسپورټي وسیلو شبکې هم نن په ځایي وخت لس بجې تړل کېږي.
تراوسه ۵۰۰ کسان په دې ویروس اخته شوي دي. پر چین سربېره، تایلنډ، سوېلي کوریا، جاپان، تایوان، اسټرالیا او امریکا کې هم د دې ویروس ځینې پېښې لیدل شوې دي.
د نړیوالې روغتیا پوهان دا رزوي چې دا نوې ناروغي په نړیواله کچه ګواښ دی او د پراختیا چټکتیا یې دومره ده چې بېړنی حالت اعلان او نړیوال سفرونه محدود کړي که نه.
نوي ویروسونه چې موندل شوي تر ډېره له حیوان انسان ته لېږدېدلي دي.
لکه د هغو کرونا ویروسونو سرچینه حیوانات و، چې پخوا خپاره شوي دي. سارس ویروس اول څکالي (څکلکي) کې پیدا شو او بیا کوڅه ډبې پیشو ته ورغی او وروسته هم انسان ته.
له ۲۰۱۴ کال راهیسې تراوسه مرس ویروس په منځني ختیځ کې ۲۴۹۴ کسان نیولي چې ۸۵۸ مړه شوي.
دا ویروس له اوښ انسان ته ورغی. د اوسني ویروس د لېږدېدو ځای هم وهان ښار کې د سمندري خوړو بازار ښودل شوی دی.