روهي(پنځه نۍ/۴ د سلواعې)، د عدالت نړيوالې محکمې په میانمار کې د روهنګي مسلمانانو د ټولوژنې د مخنیوي لپاره د یو لړ اقداماتو ترسره کولو امر کړی. میانمار دا تورونه رد کړي او تل یې ټینګار کړی چې د پوځي عملیاتو موخه یې په مسلمان مېشتې ایالت راخاین کې د سخت دریځۍ د ګواښ مخنیوی و.
دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې د میانمار مشرې ان سان سوچي تېره میاشت د همدې محکمې په یوه غونډه کې برخه واخیسته او په خپله یې د لګېدلو له خپل هېواده دفاع وکړه.
په ۲۰۱۷ کال کې د برما د پوځ له لوري د روهېنګیایانو پرضد عملیاتو کې زرګونه کسان ووژل شول.
د ملګرو ملتونو څېړونکو خبرداری ورکړی و چې امکان لري د روهېنګیایانو د ټولوژنې جرمونه شوي وي.
په ۲۰۱۷ کال کې د میانمار( برما) پوځ د عملیاتو په پایله کې زرګونه روهنګي مسلمانان ووژل شول او له اوه سوه زره زیات یې بنګلادیش ته کډوال شول.
وروستي