د علامه ابن القيم- رحمه الله - ټولګټې ويناوې (نهمه برخه)

(۱۳۶) ابليس او د لښکرو خوشحالى يې:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" ځينې سلفو ويلي دي: ابليس چې کله د خپلو لښکرو سره يوځاى شي د دې دري کارونو په څير په بل څه دومره نوې خوشحاله:
-  يو مٶمن چې بل يې وژلى وي.
- يو سړي چې په کفر مړ شي.
- هغه ﺯړه چې په هغې کې د فقر ويره وي.
طريق الهجرتين

(۱۳۷) پر حرامو د عادت بده پايله:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"هغه ﺯړه چې په حرامو پورې تړلې وي هر کله چې ترې د جلا کيدو او وتلو اراده وکړي بېرته ورګرځي".
روضة المحبين(597).

(۱۳۸) ستر فقاهت:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" دا ستره پوهه ده چې يو سړي دا ويره لري چې د ځنکدن په وخت يې ګناهونه رسوا او ونه شرموي، د ده او د ښې پاى(حسن خاتمه) ترمنځ خنډ واقع نشي"
الداء والدواء(390).

(۱۳۹) د ځمکې پر مخ د ابليس استاﺯي او دنده يې:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" د ځمکې پر مخ د ابليس استاﺯي هغه څوک دي چې خلک د علم له طلب او په دين باندې له پوهې څخه اړوي، دا د جني شيطانانو ډير ضرري دي ځکه د ﺯړونو او الله تعالى د هدايت او د لارو ترمنځ يې خنډ واقع کيږي".
مفتاح دارالسعادة (1/161).

(۱۴۰) لټي او سستي د پريشانۍ لامل ګرځي:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" په خلکو کې تر ټولو ﺯيات پريشانه، غمژن او خپه لټان وي هيڅ خوښى او ارام نه لري په مقابل د هغه خلکو کې چې فعال او پخپلو چارو کې جدى وي".
روضة المحبين (168).

(۱۴۱) مصيبتونه او ځیرکتا:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" د مصيبتونو او دردونو پټول د پوهه او ځيرکو خلکو له خويونو دي".
الفوائد (36).

(۱۴۲) هر څه درته په مناسب وخت کې راځى، لږ صبر وکړه!!
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" که څوک په مخلوقاتو او د هغې په جريان کې د الله تعالى د تقدير په اړه فکر وکړي نو وبه پوهيږي چې هر څه په مناسب وخت کې واقع کيدونکي دي".
مدارج السالکين(3/128).

(۱۴۳) ګناهونه سپک مه ګڼئ:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" بنده پرلپسې ګناهونه ترسره کوي تر دې چې ورته اسان او په ﺯړه کې يې سپک شي چې دغه يې د هلاکت نښه ده، 
ځکه هر کله چې ګناه د بنده په سترګو کې سپکيږي د الله تعالى په وړاندې لويږى".
الجواب_الكافي.

(۱۴۴) د زړه ناروغي او درملنه يې:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
•    زړه د بدن په څیر ناروغه کیږي، درملنه یې توبه او پرهیز دی.
•    زړه د ښیښي په څیر خړیږي، پاکوالي یې ذکر کول دي.
•    زړه د بدن په څیر لوڅ او بربنډ کیږي، ښکلا او پرده یې تقوی ده.
•    زړه د بدن په څیر ولږه اوتنده احساسوي، خوراک څښاک یې معرفت، توکل او محبت دي.
مقدمة الفوائد

(۱۴۵) حق او باطل: 
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
کچېرته ته حق برلاسه وی نو د دعوتګرو صفونه به یې له منافیقینو ډک ول او کچېرته تل باطل غالب وی نو دعوتګرو به پخپله تګلاره شک کړي وي، خو کله دا وي او کله هغه، باطل د برلاسه کیدو په وخت د دعوتګرو حالت څرګند او تصفیه کیږي او حق د غالبیدو پر وخت یقین پیاوړي کیږي.
مدارج السالکین.

(۱۴۶) دردونه او تکلیفونه:
امام ابن القيم رحمه الله وايي دردونه او تکلیفونه به د رب له لورې :
•    یا به احسان او رحمت وي.
•    یا به عدل او حکمت وي.
•    یا به  اصلاح او د وروسته پیښدونکي خیر لپاره چمتوالي وي.
•    یا به د هغه درد مخنوي وي چې لدې سخت وي.
شفاء العلیل (250).

(۱۴۷) په قران کریم کې فکر کول:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
کچېرته خلک پوهیدلای چې په فکر سره د قران کریم لوستل څومره ښیګړې لري نو له هر څه نه به په قران مشغوله شوای وي.
مفتاح دار السعادة (204).

(۱۴۸) د جمعې په ورځ دعا د قبلیدو شیبې:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
د جمعې ورځ د عبادت ورځ ده، په ورځو کې جمعې د ورځې ارزښت داسې دی لکه رمضان د میاشت چې په نورو میاشتو کې دی، د جمعې په ورځ دعا د قبلیدو ساعت داسې دی لکه د قدر شپه چې په رمضان کې ده، لدې لامله چې د چا د جمعې ورځ سمه شوه او سالم پاتي شو نو د جمعې په نورو ټولو ورځو کې به سالم پاتي شي.
زاد المعاد (123). 

(۱۴۹) رښتني او دروغژنه اړيکه:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" څوک چې درسره د کوم په خاطر مينه کوي د پوره کيدو په وخت يې درڅخه مخ اړوي".
مفتاح دار السعادة (1/114).
() عافيت او ګناهونه:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" د مصيبت څښتنان ګناهګاران دي که څه هم بدنونه يې روغ وي او د عافيت څښتنان نيکوکاران دي که څه هم بدنونه يې ناروغه وي.
عدة الصابرين (ص85).