له ۱۸۰ هیوادو په فساد کې افغانستان لسو مفسدو هیوادونو کې راغی

روهي(پنځه نۍ/۴ د سلواغې)، د نړیوال شفافیت سازمان د نړۍ په کچه ۱۸۰ هیوادونو کې د فساد په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی، چې له مخې یې افغانستان په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ۱۰ مفسدو هیوادونو په ډله کې ځای لري.
دا راپور ښيي، چې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو له ډلې ۱۷۳ ځای خپل کړی او په کې سومالیا د نهو، جنوبي سوډان د ۱۲ او سوریه د ۱۳ پواینټونو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو درې مفسده هیوادونه پېژندل شوي دي. فغانستان په ۲۰۱۸ کال کې هم د شفافیت او له فساد سره د مبارزې په برخه کې ۱۶ پواینټونه درلودل. د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ سیداکرام افضلي وویل، چې د افغانانو په سیاسي او اقتصادي برخلیک ټاکلو کې د پېسو ونډه د دې لامل شوې چې پر دولت د خلکو باور له منځه لاړ شي.
د نړیوال شفافیت د څار سازمان د ۲۰۱۹ کال راپور ښيي، چې دنمارک د ۸۷، نیولیند د ۸۷ او فنلند د ۸۶ پواینټونو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو پاک هېوادونه دي.
له دغو هیوادونو وروسته سنګاپور، سویډن، سویس، ناروې، هالنډ، جرمني، او لوګزامبورګ له فساد څخه د تر ټولو پاکو لسو هیوادونو په لېست کې ځای خپل کړی دی.