ایراني وګړو ته  نور په امریکا کې د سوداګرۍ ویزه نه ورکول کیږي

روهي(پنځه نۍ/۴ د سلواغې)، د متحده ایالتونو د وګړتوب او کډوالۍ اداره د جنورۍ په ۲۲ وايي، له دې وروسته ایرانیانو ته هغه ویزې نه ور کول کېږي چې پانګوالو او سوداګرو ته ځانګړې شوې دي. د کډوالۍ ځینې وکیلان وايي، نوي مقررات تر ډېره امریکا ته د تګ د مخنیوي لپاره د هغو‎ اصولو برخه دي چې پر ایراني وګړو هم لګول شوي دي.
دا تړون ایران کې له اسلامي انقلاب مخکې کلونو کې د ایران او امریکا ترمنځ د دوستانه اړیکو بنسټ و، خو د امریکا سفارت تر نیولو او د امریکايي ډيپلوماټانو تر یرغملولو وروسته ختم شو او لا هم له څلورو لسیزو راهیسې بیا په ځای شوی نه دی.
خو د مودې تېرولو تړون د ایران او امریکا ترمنځ یوازنۍ ډیپلوماټیک تړون بلل کېږي چې د اړیکو پرېکېدو سره سره لا هم په ځای و.
دا اداره خپل بیانو کې زیاتوي، دا نوې پرېکړه یې ځکه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د مودې تېرولو تړون د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۳ پای ته رسېدلی دی.