کویټي جوړه د اعتراض لرونکي ویډیو جوړولو په خاطر نیول شوي

روهی( پنځه نۍ/۳ د سلواغې )، کویت کې پولیسو یوه واده شوې جوړه هغه وخت ونیوله کله چې دوي یوه داسې وېډیو خواله رسنیو ته نشر کړه چې د خلکو اعتراضونه یې رااوچت کړل.

څو ورځې دمخه، میړه او میرمن یوه سپکه وېډیو جوړه کړې او په ټولنیزو رسنیو کې یې شریکه کړه، چې وروسته خلکو په دوی انتقاد وکړ.

د کویت پولیسو میړه او ښځه د نامناسب ویډیو خپرولو وروسته ونیول.

عربي ورځپا'ې 'ګلف نیوز' په خپل راپور کې د کویټي د یوې سیمه ییزې ورځپاڼې له خولې لیکلي، چې په ویډیو کې ښځه ښکارېده چې د خپل بدن یې په فحشا ډول ښودلی وي.

د راپور په وینا ، پولیسو د ویډیو جوړولو په اړه هم تحقیقات پیل کړي چیرې چې میړه او میرمن یې وروسته له هغه ونیول شوه کله چې ویډیو خپره شوه او د ابتدايي تحقیقاتو له مخې دوی جوړه په قصدي ډول داسې نامناسب ویډیو جوړه کړې وه.

د راپور په وینا ، دواړه سړو په ویډیو کې فحشا او نامناسب جملې هم ښودلې او میرمنې هم په ویډیو کې خپل بدن په فحاشي ښودلی.