سوريې کې یو ځل بیا روسیې او امریکايي سرتیرو یو بل ته ګواښونه کړي

روهي( پنځه نۍ/۳ د سلوغې )، امریکایي او روسي ځواکونو د سوریې په حسکه- حلب نړیواله جاده کې یو ځل بیا پر یو او بل ته ګواښونه کړي. 
 
 
داکار هغه وخت رامینځته شو کله چې روسي ځواکونه له "M4" جادې څخه تېرېدل او «تل تمر» ته روان وو، خو امریکایي ځواکونو یې مخه نیولې ده او د مخکې تګ اجازه یې نه ده ورکړې. 
 
 
څو ورځې وړاندې هم په سوریه کې امریکایي او روسي ځواکونو پر یو او بل ډزې کړې وې، خو مرګ ژوبله یې نه درلوده.