ډاكتر حضرت عمر زاخېلوال

 سږ کال د افغانستان دپانګې اچونې ملاتړې ادارې ( ايسا ) د ډاکتر عمر زاخېلوال په مشرۍ په سيمه کې لومړی مقام تر لاسه کړ .په داسې حال کې چې يو شمېر څارونکي د افغانستان داقتصادي وضعيت په اړه اندېښمن دي او په وروستيو وختو کې افغانستان له يولړجدي اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دی ،د ( ايسا ) د لومړيتوب خبر د افغانانو لپاره يو ښه زېری دی .په دې کې هېڅ شک نشته ،چې د دغې ادارې لاسته راوړنې تر ډېره حده د هغه د پياوړي مشر ډاکتر عمر زاخېلوال د هڅو او پوهې ثمره ده . زاخېلوال تر دې دمخه هم د افغانستان په اقتصادي ډګر کې د پام وړ خدمتونه تر سره کړي او لا هم په پوره انرژۍ لګيا دی کوی يې . راځی ء ، چې د ده ژوندليک ته يوه لنډه کتنه وکړو :
ډاكتر حضرت عمر زاخېلوال چې خپله دوكتورا يې د اقتصاد په برخه كې د اوټاوا له كارليټن پوهنتونه، ماسټري يې له كوين پوهنتون څخه چې د كاناډا په كينګ سټن كې دى او ليسانس يې د مونيټوبا په وينيپيګ پوهنتون كې ترلاسه كړې د ۲۰۰۵ ميلادي كال د اګست له مياشتې راپديخوا د افغانستان د پانګه اچونې د ملاتړ ادارې (آيسا) د رئيس په توګه دنده ترسره كوي. د دوه كلو په ترڅ كې چې هغه د آيسا ادارې مشري پر غاړه درلوده دغې ادارې ته يې د يوې تر ټولو ښې ادارې حيثيت وروباښه چې سږكال د نړيوال بانك په يوه لوى راپور د آيسا اداره د خپل فعاليت په ساحه كې د سيمې په كچه د لومړۍ او په نړيواله كچه ۱۷ مقام كې راوستلې ده.
مخكې تر دې چې د آيسا ادارې مشري پر غاړه واخلي، ډاكتر زاخېلوال د افغانستان د كليو پراختيا او بيا رغاونې د وزير د مشر سلاكار په توګه دنده ترسره كړې. او د دې ترڅنګ، هغه د افغانستان بانك د عالي شورا يو غړى هم و.
د تېرو پنځو كلونو په ترڅ كې، ډاكتر زاخېلوال د يو لړ اقتصادي او پرمختيايي مسايلو نوښتګر پاتې شوى. هغه د افغانستان د بشري ودې د ملي راپور ليكوال دى چې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې (UNDP) له خوا د 2007 كال په فيبروري مياشت كه خپور شو او د 2007 كال د جون په مياشت كې يې د تر ټولو ښې شننې ځانګړې جايزه وګټله.
همدا راز هغه د يوه افغان سيال په توګه د اوټاوا په شمال-سويلي انسټيټوت كې د “څه ډول سوله شوني ده” په نوم يوې څيړنيزې پروژه كې كاروكړ او د ټولنيزې پرمختيا ونډه يې د يوې دوامدارې سوله ييزې رغاونې د رامنځته كولو لپاره تر ازموينې لاندې نيولې و، اوپه يو شمېر نورو پرمختيايي پروژو كې برخه اخيستې ده. پر دې سربيره، هغه د نړيوال بانك، د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې (UNDP)، د كاناډا نړيواله پرمختيايي اداره (CIDA) او په يو شمېر نورو ادارو كې د سلاكار په توګه دنده ترسره كړې.
ډاكتر زاخېلوال چې د يوه درانه قضاوتپوه زوى دى، هغه مهال د بدخشان ولايت د جرم په ولسوالۍ كې دې نړۍ ته سترګې پرانستې چې پلار يې په 1346 كاله كې هلته د قضاوت دنده ترسره كوله او بيا د افغانستان په بېلابېلو برخو لكه پروان، كابل، كونړ او خپل پلرني ولايت ننګرهار كې رالوى شوى دى.

ډاكتر زاخېلوال په 1985 كال كې د روسي يرغل پرمهال پېښور ته كډوال شو. هلته يې د شپږو كلونو په ترڅ كې د ښوونكې روزنه واخيسته او بيا يې د افغان كډوالو لپاره په لومړنيو او منځنيو ښونځيو او بيا د ليسې په كچه د ښوونكي دنده ترسره كړه. په همدې وخت كې، ډاكتر زاخېلوال د روسي يرغلګرو په وړاندې جهاد كې برخه واخيسته چې د ننګرهار، پنجشير، تخار او بدخشان د مجاهدينو تر جبهو يې ورسوه.
د ۱۹۸۰مې په وروستيو كې ډاكتر زاخېلوال د ښوونكي تر څنګ د ژغورنې نړيوالې كميټې IRC په تجربوي ليسه كې د ژبو د ډيپارټمنټ مشر وټاكل شو. له دې ځايه هغه د (ETDP) پروګرام مشرۍ ته پرمختګ وكړ چې د ګرد پاكستان په كچه د افغان ګدوالو په كمپونو كې د مېشتو ۶۰۰۰ زده كوونكو ۳۵ ښوونځيو او ۲۵۰ ښوونكو مسئوليت يې پرغاړه درلود.
په ۱۹۹۱ ميلادي كال كې ډاكتر زاخيلوال د يوه سكالرشيپ په ترڅ كې د خپل ليسانس دورې د بشپړولو لپاره د كاناډا د مانيټوبا د وينيپيګ په پوهنتون كې ومنل شو. هغه خپل ليسانس د اقتصاد په برخه كې په ۱۹۹۴ بشپړ او په همدې برخه كې يې خپله ماسټري هم د كوين له پوهنتون څخه، چې په كينګستن اونټاريو (كاناډا) كې دى، په ۱۹۹۵ كال كې بشپړه كړه. ډاكتر زاخېلوال بيا خپله دوكتورا، د نړيواله سوداګرۍ او اقتصادي پرمختيا د يوه متخصص په توګه په ۲۰۰۱ كال كې د كاناډا د اوټاوا په كارليټن پوهنتون كې بشپړه كړه.
ډاكتر زاخېلوال د خپلو زده كړو ترڅنګ د كاناډا په فيدرالي جمهوريت كې ګڼې دندې ترسره كړي دي. هغه په ۱۹۹۷ كې د كاناډا د كرني وزارت سره د يوه اقتصاد پوه په توګه خپله دنده پيل كړه او بيا د يوه پرمختګ په ترڅ كې د بهرنيو چارو په وزارت كې د تحقيقاتو آمر په توګه دنده واخيسته او بيايي د بشري منابعو د پرمختيا په وزارت كې د تحقيقاتو د مشر آمر دندې ته پرمختګ وكړ او په پاى كې د كاناډا په مركزي احصايه كې د سر محقق اقتصاد پوه په توګه وټاكل شو.
پردې سر بيره، ډاكتر زاخېلوال د كارليټن پوهنتون د اقتصاد ډيپارټمنټ د علمي هيئت يو غړى و او هلته يې مخكې تر دې چې د ۲۰۰۲ كال په پاى كې افغانستان ته راستون شي، د پنځو كلونو لپاره ښوونه كړې.
په كاناډا كې د خپلې استوګنې په اوږدو كې، ډاكتر زاخېلوال له افغانستان او افغانانو سره نږدې تړاو ساته. نږدې لس كاله پخوا هغه د افغانستان د مطالعاتو يو انستيتوت (www.institute-for-afghan-studies.org) بنسټ كېښود. د افغانستان مطالعاتو انستيتوت د يو لړ هغو افغاني مفكرينو د يوه تحقيقاتي مركز حيثيت غوره كړ، چې خپل وخت يې د افغانستان په اړه د پوهنيزو پلټنو او اندونج (تبادله نظر) ته وركړى و. له دې امله دغه مركز د افغانستان په اړه د يوه انټرنيټي تحقيقاتي او د معلوماتو د يوه اعتمادي سرچينې باندې بدل شو.
ډاكتر زاخېلوال د افغانستان د سياسي، اقتصادي او ټولنيزو مسايلو په اړه يو شمېر مشهورو ورځپاڼو، مجلو او ژورنالونو لكه د نيويارك ټايم New York Time، واشنګټن پوسټ Washington Post، وال سټريټ ژورنال Wall Street Journal، اوټاوا سټيزن Ottawa Citizen، فارم آف فيډريشن Forum of Federationدري مياشتنۍ، د بشري حقوقو د دفاع خپرونه Human rights tribune، الاهرام او ګڼو نورو خپرونو ته ليكلنې كړي.