علي وزیر: ننګرهار کې د باچاخان د ۳۲ تلین یاد غونډه کې وویل لر اوبر افغانان د جنګ خلاف دي

روهي( پنځه نۍ/۳ د سلواغې )، د پښتون ژغورنې د غورځنک مخکښ غړی علي وزیر وایي، لر او بر افغانان یو دي او ټول د جګړې خلاف دي.
علي وزیر دا خبرې تېر ماښام د تیلیفون د لارې ننګرهار کې د باچاخان د ۳۲ تلین یاد غونډه ته وکړې.

علي وزیر په خپله وینا کې د پښتون زیاته کړه، چې  خاوره او وجود د پښتون استعمالیږي او ګټې یې نورو ته رسیږي.

علي وزیر په ټینګار سره وویل، چې هیڅ لراو بر افغانان نور پدې خاوره کې جنګ نه غواړي.

وزیر وویل، د احمدشاه بابا، د ازادۍ اتل غازي امان الله خان، باچاخان او ملالې سرښندنو او تاریخي واقعاتو ته په کتو او کلک هوډ سره لراوبر افغانان دې یو بل ته لاسونه ورکړي او مینه دې وپاشي ترڅو له دې بدبختیو وژغورل شو.

ننګرهار کې د چهارشنبې په ماښام د فخر افغان باچاخان د ۳۲ تلین لمانځغونډه کې د دې ولایت د فرهنګیانو او د باچان د فکر لارویانو سربیره د کوټې لورلایې پوهنتون استاد او دعوامي نشنل ګوند غړي ډاکتر صادق ژړک هم ګډون کړی وو.