ولسمشر غني: که طالبان سوله کوي افغانان یې مني او د نظام ړنګېدل غواړي ټول افغانان به یې په ضد ودرېږي

روهي( پنځه نۍ/۳ د سلواغې )، ولسمشر غني د نړیوالی اقتصادي ناستې کې په خپلو خبرو کې وویل که طالبان سوله غواړي نو افغانان یې مني، خو که د نظام ړنګول غواړي ټول یې پر وړاندې درېږي. 

ولسمشر غني چې د نړیوال اقتصادي فورم د غونډې په څنډه کې خبرې کولې چې حکومت یې د سولې لپاره واضح او کارنده تګلاره لري.

د زیاته کړه که طالبان له جګړو لاس اخلي او سوله کوي نو ملت یې منلو ته تیار دی، خو که یې له سولې موخه د حکومت او نظام ړنګول وي، نو بیا یې هم حکومت پر وړاندې ولاړ دی او هم خلک.