ټرمپ د عراقي سیال سره ناسته: د متحده ایالاتو سرتیرو نه ایستلو موافقه وشوه

روهي( پنځه نۍ/۳ د سلواغې )، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د عراقي سیال برهم صالح له غونډې وروسته ، سپینې ماڼۍ ویلي دي چې دواړه مشران په عراق کې د متحده ایالاتو د نظامي رول په دوام موافقه کړې ده.
 
 
دواړو مشرانو د سویس په داوس کې د نړۍ د اقتصادي فورم په روانه کلنۍ ناسته کې سره وکتل.
 
 

د یادونې وړ ده چې د دواړو مشرانو لومړۍ ناسته په بغداد کې د جنوري په پنځمه په قطر کې د ایران د قواو د مشر قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته کیږي.