روهي( پنځه نۍ/۳ د سلواغې )، د بنګله دیش کریکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لپاره لاهور ته ورسیده.
د بنګله دیش ټیم د ځانګړي الوتکې په واسطه د لاهور هوایی ډګر ته ورسیده، چیرې چې د پاکستان کریکټ بورډ (پی سی بی) مشر نړیوال کرکټر ذاکر خان په مشرۍ یو پلاوی د میلمه لوبډلې هرکلی وکړ.
د بنګله دیش ټیم د لاهور هوای ډګر له ځانګړي ترمینل څخه په یوه سخت امنیتي قرارګاه کې یو هوټل ته یووړل شوه.
هوټل ته د رسیدو پر مهال، د بنګله دیش کپتان محمود الله په ګډون لوبغاړو ته ګلونه وویشل شول، پداسې حال کې چې په هوټل کې خلکو بنګله دیشي لوبغاړو ته پاکستان ته د هغوی د راتګ هرکلی وکړ.
حارث روف غواړي د بنګله دیش خلاف سیریز کې تر ټولو ډیرې ویکټې واخلي
د سری لنکا د آی سی سی میچ ریفری رنجن مادوګلی او د نیوزیلینډ مبصر ډینی موریسن هم لاهور ته رسیدلی.
د بنګله دیش کریکټ ملي لوبډله به د جنوري په ۲۳ د قذافي په لوبغالي کې تمرین وکړي، پداسې حال کې چې د ۲۰ اوریز سیریز لپاره ټرافي به هم د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.
د پاکستان او بنګله دیش ترمینځ لومړۍ شل اوریزه لوبه به د جنوري په ۲۴ مه په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.
وروستي