د ټرمپ د استیضاح د محاکمې نوی پړاو نن  په سنا مجلس کې پیلیږي

روهي(څلورنۍ/۳ د سلواغې)، د امریکا د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د استیضاح د محاکمې نوی پړاو نن ددغه هیواد په سنا مجلس کې پیلیږي. جمهوري غوښتونکي سناتوران چې په سنا کې اکثریت دي او ۵۳ څوکۍ لري، د جنوري په شلمه یې یو څلور مخیز طرزالعمل وړاندې کړ. په سنا کې د جمهور رئیس ټرمپ د محاکمې بهیر د امریکا د قاضي القضات جان رابرتز له خوا رهبري کیږي.
په دې مرحله کې چې یوې قضايي جلسې یا محکمې ته ورته دی، هر لوری، مدعیان او د جمهور رئیس ټرمپ مدافع وکیلان به هڅه وکړي چې د اسنادو او دلایلو په وړاندې کولو سره ، د امریکايي سناتورانو قناعت ترلاسه کړي.
د امریکا د استازو مجلس له خوا له دریو میاشتو څیړنو وروسته، ټرمپ له واک څخه په ناوړه استفاده او د کانګرس د تحقیقاتو په مخنیوي تورن شوی دی.
د جمهور رئیس د استیضاح په اړه د وروستۍ قضايي پریکړې په اړه د امریکا اساسي قانون ددغه هیواد سنا مجلس ته صلاحیت ورکړی چې د محکمې حالت غوره او پر جمهور رئیس لګیدلي تورونه رد یا تائید کړي.