نړیوال بانک:   نړیوال بانک وايي، په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د افغانستان اقتصادي وده کې ۳.۳ سلنه زیاتوالی راشي

روهي(څلورنۍ/۳ د سلواغی)، نړیوال بانک د چهارشنبې په ورځ د پخپل راپور کې په افغانستان کې وروستیو تحولاتو او اقتصادي پرمختګونو، د ګونګ سیاسي وضعیت له امله رامنځته شوی حالت، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام او له طالبانو سره د سولې د احتمالي سیاسي هوکړه لیک ته کتنه کړې وه.
په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هینري کرالي د یاد راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل: "څنګه چې پوهېږم، په ۲۰۱۹ کال کې نسبت ۲۰۱۸ کال ته اقتصادي وده پراخه وه، خو دغه وده کافي نه ده، لازمه ده چې د افغانانو لپاره د ژوند معیارونو کې ښه والی راشي او فقر کم شي .
په تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغانستان په اقتصادي وده کې ۲.۹ سلنه زیاتوالی راغلی و.خو دغه بانک ټینګار کوي چې د افغانستان اقتصادي وده د اصلاحي پروګرامونو په پلې کېدو، د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام او د امنیتي وضعیت په ښه کېدو پوري اړه لري.