جيمي کارتر

 دامريکا پخواني ولسمشر جيمي کارتر ، چې له ډېر وخت راهيسې دنړۍ لپاره دسولې پر فعاليتونو بوخت دی اوپه همدې لړ کې يې د سولې د نوبل نړيواله جايزه هم تر لاسه کړې . نن سبا کارتر په منځني ختيځ کې د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ د سولې لپاره هلې ځلې کوي . که څه هم عرب په ټوليزه توګه او فلسطينيان په ځانګړې توګه د امريکې پر منځګړتوب باور نه لري ، خو د کارتر د سولې پخوانيو کارنامو او همدارنګه د ده له مېشن سره د امريکې د حکومت مخالفت ته په کتو سره ښايي فلسطينيان د ده د هڅو هرکلی وکړي . څو ورځې وړاندې د کارتر او د امريکې د بهرنيو چارو وزارت تر منځ  يوڅه ترخې خبرې رد وبدل شوې . د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې کانډوليزا رايس ويلي و ، چې دې له جيمي کارتر څخه غوښتي و ،چې د منځني ختيځ له سفر څخه ډډه وکړي ، خو کارتر د رايس دا څرګندونې دروغ ګڼي او وايي ، چې د دې له مرستيال سره پنځه لس دقيقې ټېلېفوني خبرې کړي وې او هغه يې له خپل نيت څخه خبر کړی و . دا هم د ويلو ده ، چې اسراييل د کارتر هڅو ته چندان په ښه سترګه نه ګوري ، ځکه کارتر د فلسطين په اړه د امريکې د اوسنيو سياستونو سره مخالف دی او د حما س د ډلې له پامه غورځول د سيمې او امريکې په ګټه نه بولي . که څه هم د جيمي کارتر د ولسمشرۍ له دورې څخه کابو 28 کاله اوړي ،خو دی لا هم په نړيوال سياست کې يوه فعاله او مشهوره څېره ده او ددې وړ ده ، چې د تېر ژوند له څرنګوالي څخه يې خبر شو : 
زوکړه : کارتر د 1924 ز د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د امريکا دجورجيا ايالت په (بلنيز) نومي ښار کې نړۍ ته سترګې پرانيستې ، پوره نوم يې جيمس ايرل کارتر دی ، د 1977 – 1981 ز ترمنځ  له دموکرات ګوند څخه  د متحده ايالاتو نهه ديرشم ولسمشر و  . په 1946 ز له بحري اکاډمۍ څخه فارغ شو په 1953 ز کې يې په سمندري قواوو کې د فزيکپوه په توګه دنده تر سره کړې  له دې وروسته يې دخپلې کورنيو چارو د سمبالښت په موخه د پستې په فارمونو کې کار وکړ . په 1962 ز کې د سياست نړۍ  ته راننوت  په همدغه کال له جورجيا ايالت څخه مشرانو جرګې ته کامياب شو په 1970 ز کې د جورجيا ايالت والي وټاکل شو ، په 1976 ز کې له سختې سيالۍ او له اوږده کمپاين وروسته يې دولسمشرۍ په ټولټاکنو کې  جيرالډ فورډ ته ماته ورکړه او په امريکا کې له کورنۍ جګړې راوروسته  دسهيلي ايالتونو څخه لومړنی ولسمشر شو په ټولټاکنو کې ورسره دکارګرو اتحاديو ، لږه کيو او امريکا ميشتې يهودي لابۍ ورسره د پام وړ مرسته وکړه .  د کارتر د واک پېر ( مهال ) په منځنی ختيځ کې د سولې د کام ډيويډ له تړون  ، په 1979 ز کې په ايران کې د امريکايي ډيپلوماتانو د يرغمل له کبله  هم مشهور دی . په 1980 ز کې يې د رونالډ ريګن پر وړاندې ماتې وخوړله  . د تيرې پيړۍ په نوييمو کلونو کې د سولې دمنځګړې اومرکچي په توګه وغوړيد.  کارتر په عربي نړۍ کې  داسرائيلو او عربو تر منځ دکام ډيويډ(1979) دتړون  له کبله مشهور شوی  ، کارتر دخپل واک پر مهال له يو شمير کورنيو ستونزو سره هم مخ شوی لکه  د نرخونو لوړوالی ، له 1979 څخه تر 1981 ز پورې په تهران کې د50 امريکايي ډيپلوماتانو يرغمل کېدل  .  کارتر په 1981 ز کې سپينه ماڼې پريښوده  ، ځان يې په نړيوال سياست کې د ګډون لپاره وزګار کړ ، په 2002 ز کې يې دسولې نوبل جايزه وګټله  . د نړيوالو کړکيچونو ، دنړۍ په هر ګوټ کې د ديموکراسۍ د غوړيدو او دبشر د حقونو د درناوي په برخه کې يې کار کړې دی .  کارتر ، چې کله  دجورجيا ايالت والي و په 1977 ز کې يې له اسرائيلو څخه ليدنه وکړه  او دهغه مهال له لومړي وزير اسحق رابين سره وليدل .  اوس خبره داده ، چې ښاغلی کارتر ولې د خبري رسنيو د سر ټکی وګرځيد نوموړي تير کال د ( فلسطين ، سوله،  نه جلا کېدنه  ) په نوم کتاب وليکه  نوموړي په دغه کتاب کې هغه خبرې رابرسيره کړې ، چې عربو چارواکو يې د ويلو او ان د سوچ کولو وس په ځان کې نه ليده ، کارتر له درواغجنې ديموکراسۍ ليرې  او له خجالته پرته  د هر شي لپاره وړ نوم  کارولی  ، کارتر ثابته کړه ، چې  دا له  کولين پاول ، هنري کيسنجر او کوفی عنان ډير زړور  اوترکلينټن  ، توني بلير لږ درواغجن  او له  کاندوليزا رايس او ولسمشر بوش ( زوی )  ډير ريښتونی دی .  ډيرو کارتر ته  دامريکا دپخوانی ولسمشر په توګه کتل ، چې بويه دا متقاعد سياستوال دی  او له خپل سياسي دريځه د بشر حقوق او ديموکراسۍ  له نومه دځان لپاره کار کوي  ، له کله راهيسې ، چې په 1981 ز کې يې سپينه ماڼۍ پريښې 23 کتابه يې کښلي  .  وروستی کتاب يې  ( فلسطين  ،سوله  ، نه جلا کېدنه )  يې ډير جنجالي و . د يادونې وړ ده ، چې کارتر په خپله  په 1979 ز کې مصر او اسراييل قانع کړل  ، چې سولې ته سره ورسيږي . ستونزه د کتاب د ليکلو نه  بلکې د هغو کليمو ده ، چې په کتاب کې کارول شوي  لکه  د ابارتايد کليمه ، چې ډير کلونه  د افريقا په سهيل کې  سپين توکمه  لږه کيو ته کارول کيده ، چې  له تورو پوستو يې ځانونه  جلا بلل  .  کارتر وايي ده  په لوی لاس  دغه ډول شرموونکی عنوان وټاکه ، چې د سولې په اړه  دخبرو اترو لړۍ بېرته له سره پيل شي .        له 1789 ز څخه تر ننه  د متحده ايالاتو د 43 ولسمشرانو لړ ليک   واشنګټن    1979   آدامر              1797   جفرسون     1801   ماډيسون     1809   مونرو          1871   ج . ک ادامر 1825   جاکسون 1829  فان بيورين 1837  و. هاريسون 1841   ټايلر 1841   بولک 1845   ويلمور 1850   پيرس 1853   يوکاتان 1857   لينکون 1861   آ . جونسون 1865   جرائټ 1869  هايز1877   جارفپلډ 1881   ارثر1881   کلبولونډ 1885   ب . هاريسون 1889   کلولانډ 1893   مکينلي 1897   ټ . ورزفلټ 1901   تافټ 1909   ويلسون 1913  هاردنج 1921   کوليدج 1923   هوفر1929  ف . روزلټ 1933   ترومان 1945   ايزنهاور 1953   جون کينډي 1961   ل . جونسون 1963   نيکسون 1969   فورډ 1974   کارتر 1977   ريګن 1981   جورج بوش ( پلار) 1989   کلينټن 1993   جورج بوش ( زوی ) 2001   2008