ولې د شهید اوونۍ له جنتري ووځي

دښمن غواړي حساس موضوعاتو کې د خلکو احساسات وپاروي
د شهید اوونۍ چې د لوی جرګې په غوښتنه د افغانستان د جنتري برخه ده او ۱۸م د سنبلې رخصت وي، هر کال د شهیدانو یاد باندې غونډې جوړیږي او کارنامې یې ستایل کیږي.
 
دا شهید اوونۍ د دې لپاره نمانځل کیږي چې د شهیدانو روح ته دعا وشي او قربانیانو سره یې خواخوږي وشي.
 
د دې لپاره چې د افغانستان شهیدانو د خاورې او د خلکو د ناموس د دفاع لپاره قرباني شوي، اړتیا ده چې یاد یې هر کال تازه شي.
 
د دې یاد غونډو یوه ګټه دا ده چې که نور خلک د هېواد لپاره قرباني ورکوي، نو په دې به باوري وي چې دوی د خلکو په زړونو کې دي او له یاده یې نه باسي.
 
د شهید اوونۍ یو فرد او کس ته نه ده مشخص بلکې د افغانستان ټول هغه شهیدان چې د جهاد په وخت کې یې قرباني ورکړې، د هغوی قربانیو ته د درناوي لپاره ځانګړې شوې ده.
دولت او عام خلک په دې اوونۍ کې د شهیدانو په یاد باندې خبرې کوي، د هغوی کارنامې ستایي او قدردانی یې کوي.
 
خو ولې د دې اوونۍ په تړاو د خلکو احساسات راپارول کیږي؟
افغانانو کې یو کار دا ښه نه دی چې یو خبر او اوازه یا شایعات اوري، د دې پر ځای چې تایید یې کړی، غبرګون ښيي او خپل احساسات ښکاره کوي.
 
له بده مرغه ځینو مواردو کې دښمن دې هدف ته رسیږي، د خلکو احساسات راپاروي او تر څو چې اصلي خبره مالومیږي، خلکو خپل کار کړی وي.
 
د شهید اوونۍ په تړاو خبر هم همداسې شایعات و، نه په دې موضوع بحث شوی او نه د شهید اوونۍ له جانتري ویستل کیږي، خو دا چې دښمن هر کله په کمین کې ناست دی او د خلکو لپاره احساساتي موضوعات خواله رسنیو ته وباسي، ځینو مواردو کې کله کله بریالي کیږي.
 
ډیر نور موارد شته چې زموږ د تبلیغاتي جګړې ټیم یې خنثی کوي او اجازه نه ورکوي چې دښمن ترې ګټه پورته کړي.
 
د شهیدانو اوونۍ په جانتري کې شته، تراوسه هیڅ بحث پرې نه دی شوی او نه به د دې اړتیا وي چې بحث پرې وشي.
 
خلک دې پر خپل حکومت او مسوولینو باور ولري، هیڅ داسې کار نه کوي چې په اساس یې د خلکو احساسات راوپاریږي او یا د خلکو د خفګان سبب شي.
 
افغانستان کې نږدې هر کور شهید لري او حق لري چې له دې اوونۍ نمانځنه وکړي او د قربانیو قدردانی یې وشي.
 
نو لطفا؛ هغه څه مه منئ چې ستاسو لپاره تایید شوي نه وي، اوازې او شایعات د دښمن کار دی او په دې کې ځانګړې موخې لري، نو تاسو اجازه مه ورکوئ چې دښمن موخې ته ورسیږي.