
روهي( څلورنۍ/۲ د سلواغې )، ټرمپ او عمران خان د سويس په داووس ښار کې سره وکتل او په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو او مذاکرو موضوع په اړه خبرې وشوې.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي اسلاماباد او واشنګټن غواړي چې د طالبانو او د افغانستان حکومت ترمنځ د سولې مخامخ خبرې وشي.
عمران خان دا څرګندونې پرون د امريکا متحده ايالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په کتنه کې وکړې.