روانې جګړې افغانستان کې د سلګونه میرمنو د لیک لوست مخه نیولې

روهي( څلورنۍ/۲ د سلواغې )، د افغانستان لوګرولایت د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي چې د لوګر ډیری میرمنې د نا امنیو او جګړو له امله زده کړو ته لاسرسی نلري او د لوګر يو شمېر کورنۍ د جګړو له امله خپلو انجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

دغې ریاست زیاته کړې چې په لوګر ولایت کې ډیری کورنۍ د ناامنیو سربېره د کلتوري ستونزو له امله په خپلو لوڼو زده کړې نه کوي.

د ښځو چارو ریاست له وسله والو طالبانو غواړي چې نور له جګړې لاس واخلي څو پورې نجونې په ډاډ زړه وکولای شي چې لیک لوست ته لار پيدا کړي.