د انټرپول پولیسو  پخوانی مشر په چین کې په دیارلس کاله بند محکوم شو

روهي( څلورنۍ/۲ د سلواغې )، چینایی محکمې د انټرپول پخوانی مشر مینګ هونګ وی د بډو په تور په بند محکوم کړ.

 د چین یوې محکمې د نړیوال پولیسو انټرپول پخوانی مشر په۱۳ کاله او ۶ میاشتو بند محکوم کړ.

 د چین یوې محکمې د انټرپول پخوانۍ مشر مینګ هونګ وی د بډو په جرم په ۱۳ کاله او ۶ میاشتې بند محکوم کړی او دوه ملیونه یوانه جریمه یې هم ورته ټاکلې ده.
 
د محکمې په وینا ، مینګ هانګ په فساد او اختلاس کې مجرم وپیژندل شو. مینګ هونګ وی د چین په پولیسو کې د څو لوړ پوړو مقاماتو له ترلاسه کولو وروسته د انټرپول رییس وټاکل شو. هغه په ​​چین کې د عامه امنیت مرستیال هم دی.