د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي: د ولایتي څانګو پر پرېکړو د څه باندې ۶۰۰۰غوښتنلیکونه ثبت شوي دي

روهي(درې نۍ/۱ د سلواغې)، د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي د ولایتي څانګو پر پرېکړو د استنیاف څه باندې شپږ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. د دې پایلو له اعلانه وروسته له شپاړلس زرو زیات شکایتونه ثبت شول لومړنۍ پایلې د مرغومې میاشتې په لومړنۍ اعلان شوې چې له مخې يې محمد اشرف غني څه با ندې ۹۲۳ زره ( ۵۰،۶۴ سلنه) او ښاغلي عبد الله څه باندې ۷۲۰ زره ( ۳۹،۵۲ سلنه ) رایې خپلې کړي دي.
دا کمیسیون پنځلس ورځې وخت لري چې د استیناف غوښتونکو ټاکنیزو ډلو پر غوښتنو غور او پریکړې وکړي. د دې پریکړو په پایله کې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانیږي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شېنوارې نن سه شنبه خبریالانو ته وویل د شپږ زره او دوه نوي استنیافي شکایتونو ډېره برخه په کندهار، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، خوست او کابل کې ثبت شوي دي.
د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته تر ټولو ډیر شکایتونه د عبدالله عبد الله ټاکنېزې ډلې او وروپسې د ولسمشر او نوماند محمد اشرف غني ډلې کړي دي.
د ټاکل شوي بهیر له مخې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته معترض نوماندان دغه کمېسیون سره خپل شکایتونه ثبتوي. د هر ولايت شکایت په هماغه ولایت کې ثبتیږي او د ولايتي څانگو د ارزونې او پرېکړې پایله مرکزي کمېسیون ته استول کېږي. د دې پریکړې له اورولو وروسته نوماندان د استنیاف حق لري.