هرات کې د افغانستان تر ټولو لوی بیرق جوړېږي

روهي( درې نۍ/۱ د دلوې)، هرات والي عبدالقیوم رحیمي د سوپرکولا شرکت مشر عبدالطیف قناویزیان سره په لیدنه کې د هرات ښار شمال کې د دغه شرکت له لوري د تر ټولو ستر بیرق جوړولو طرحې څخه هرکلی وکړ.

دغه بیرق جوړولو کې به د هرات پخوانی معماري په ځانګړي توګه د تیموریانو دورې معماري په پام کې ونیول شي۔

هرات والي د ټولو ملي سوداکرو، سوداګریزو او تولیدي شرکتونو څخه وغوښتل چې د ښار په بیارغونه کې برخه واخلي.