کندهار کې د ځانمرګو بریدونو یو طراح له درېیو نورو شکمنو کسانو سره ونیول شو

روهي( درې نۍ/۱ د دلوې )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهاني کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بریدونو یو حرفوي طراح له درېیو نورو شکمنو کسانو سره نیولي دي.
 
د دې عملیاتو په لړ کې یو صوب ځانمرګی واسکټ او یو کړۍ لاسي بم هم د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
 
بله خوا بیا تردې دمه وسله والو طالبانو د یاد کس د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.