روهي( درې نۍ/۱ د دلوې )، افغانستان د دچاپېیال ساتنې ملي ادارې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په ټولنیزو رسنیو (ټویټر او فیسبوک) کې یوه ویډیو خپره شوې چې پکې څو دانې غرڅه په ډېرې بې رحمۍ سره د یوه تن لخوا ښکار کیږي، د ټولنیزو رسنیو ځینو استفاده کوونکو یاده ویډیو د فراه ولایت پورې منسوبه کړې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یادې موضوع د پلټنې په موخه د فراه ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست سره شریکه کړه.
د ولسمشرۍ ریاست د فرمان په اساس په قطعي ډول ښکار بند دی او څوک چې دا کار وکړي د هېواد د نافذه قوانیونو پر اساس مجرم بلل کیږي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره به له ټولو هغو سرغړوونکو سره چې د ژوند_بڼو او وحشي_ژویو ته زیان رسوي او همدا ډول چاپېریالي جرمونه کوي، جدي قانوني چلند کوي.
خبر پاڼې زیاته کړې که دا ثابته شي چې په فراه ولایت کې غرڅه ښکار شوي دي؛ نو د دغه ناوړه عمل لاملین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
وروستي