روهي( درې نۍ/۱ د دلوې )، د کرنې وزارت د څېړنې ریاست د خاروې پیژنې برخې پلاوي له خوا په ننګرهار کې ولایت کې د خاورې پیژنې په موخه ځانګړې سروې پیل شوه.
یاد پلاوي وایې، چې د هېواد په کچه د خاورې پيژندنې په موخه سروې پیل شوې ده، چې په ترڅ کې یې به د ننګرهار په څلورو ولسوالیو « بټي کوت، چپرهار، بهسود او ښیوې» کې هم په دې برخه کې فعالیت کیږي.
دوی زیاتوي له دې سروې یې موخه د خاروې طبقې، حالت ،عناصر، د خاورې توافق او کیفیت معلول دي، چې د کر په موخه کروندګر له ستونزو سره مخ نشي.
د ننګرهار د کرنې سرپرست رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي د سروې د پیل مراسمو کې د سروې د ترسره کېدو په برخه کې د دقت غوښتنه وکړه او سپارښتنه یې وکړه، چې د تحقیقاتو برخې کارکوونکو ته په مرکز کې د خاورې پیژندنې په برخه روزنیز پروګرامونه په لار واچول شي.
وروستي