سلیم شاهین: په دوه کلن بند محکوم شوی

روهي( درېنۍ/۱ د مرغومي )، د افغانستان لوېې څارنوالۍ ويلي چې ممثل او فلم جوړونکی سليم شاهين یې له يوې ښځې څخه د (سايبري باج اخيستنې) په تور د دوو کالو بند په سزا محکوم کړی دی. نوموړي دغه ښځه ګواښلې وه چې که پېسې ور نه کړي وېډیو به یې خپره کړي.

    
د افغانستان د لوېې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي د آلمان خبري آژانس «دي پي اې» ته ويلي دي چې سليم شاهين له يوې نجلۍ څخه د ۱۵۰ زره افغانيو غوښتنه کړې وه. د نوموړي په خبره شاهين دا نجلۍ ګواښلې وه که چې دغه پېسې ور نه کړي، د هغې ويديو به چې د يوه محفل په ترڅ کې یې اخيستې وه، خپره کړي.
 
د لویې څارنوالۍ وياند وويل چې د دې ويډيو محتوا داسې څه نه لرل چې د افغانستان د قوانينو له مخې جرم او يا غیر اخلاقي وي. هغه وويل چې سليم شاهين د دې نجلۍ څخه د پيسو د اخيستو پر وخت ځای پر ځای نیول شوی و.
 
د څارنوالۍ له خوا ويل شوي چې شاهين په لومړۍ محکمه کې په دريو کالو بند محکوم شوی وو خو د استيناف محکمې یې د بند موده دوو کالو ته راکمه کړې ده.