د کونړ د مرمر ډبرو د ویستلو کار به روان کال شروع شي

روهي( درې نۍ/۱ د دلوې )، د کانونو او پترولیم وزارت له لوري د کابینې غونډې ته د کونړ او ننګرهار د مرمرو او پروان د تراورتین پروژو د قرارداد طرحه وړاندې شوه ،چې د کابینې له خوا تصویب او د وزارت مسوولین موظف شول چې د ګټې اخیستنې مرحله یې د وضع شویو مشخصو معیارونو په پام کې نیولو سره تصحیح او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د مرمرو زیرمې چې ۱،۶ میلیاره متره مکعب حجم لري د کانونو او پترولیم وزارت له لوري یې د نیچرال سټون کمپنۍ سره د شاو خوا پنځلس کلونو پورې قرارداد شوی، چې د کمپنۍ له لوري به پرې اته میلیونه ډالر پانګونه وشوي.

د قرارداد له مخې به سږکال له دغو زیرمو مرمرو د استخراج او پروسس عملي چارې پیل شي، چې خلکوته به د ګڼو کاري فرصتونو برابریدو ترڅنګ دولت ته میلیونونه افغانۍ عوایدو په لاس ورشي.