کونړ کې د افغان او پاکستاني سرتېرو په یو بل توغندي ویشتلي

روهي( درې نۍ/۱ د دلوې )، د کونړ  ولایتځایي چارواکي وایي چې په سرکاڼو ولسوالۍ کې پاکستاني عسکرو د افغان پوځ پر پوستو ډزې کړې دي چې افغان ځواکونو ځوابي برید ویلي دی.
 تر اوسه دا نه ده مالومه چې د افغان پوځ په بریدونو کې څومره پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو پاکستاني عسکر اړ شوي چې د توغندیو بریدونه وکړي.

پاکستاني سرتېرو په ډزو کې ( ۳ ) درې افغان پولیس ټپیان شوي دي. افغان لوری وایي پاکستاني عسکر وخت ناوخت ځکه دغه ډول بریدونه کوي، چې غواړي په سیمه کې نوې پوستې جوړې کړي خو افغان سرتېري به ددې کار اجازه ور نه کړي.