محمد حنیف اتمر: سوله د خلکو آرمان دی، افغان سیاسیون دې اجماع او اتفاق وکړي او نظام دې د لاسه نه ورکوي

روهي( درې نۍ/۱ د دلوې )، پخوانی د امنیت شورا مشر او ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید محمد حنیف اتمر په خپله فېسبوک پاڼه لیکي لومړی، د دې وخت را رسیدلی چې د هېواد سیاسي مشران د وروستیو ټاکنو او د حکومتدارۍ د روش پر اړه د جدي اختلافاتو باوجود د سولې له پاره چې زموږ د خلکو آرمان دی، اجماع او اتفاق وکړي او نظام له لاسه ورنه کړي.
دویم، که چیرې د هېواد سیاسي مشران د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د اسلامي جمهوري نظام ساتنه خپله سره کرښه وټاکي او په ټول اتفاق نوموړی هدف په بین الافغاني، له امریکا، اروپا او سیمې سره په مذاکراتو کې تعقیب کړي، د لوی خدای ج په توکل د افغانستان خلک به په مذاکراتو کې بایلونکي نه وي.

دریم، د پروسې او په دې بهیر کې د تاکتیکونو له لحاظه زموږ له پاره حیاتی ده ترڅو په لاندې مواردو باندې ولاړ دریځ ونیسو:

۱- په اوسني پړاو کې د طالبانو او افغان وسلوالو ځواکونو ترمنځ د سراسري اوربند ټینګښت که څه هم لنډمهالی وي ترهغه وخته چې د بین الافغاني مذاکراتو د موافقتنامې د تحقق په پایله کې دایمې اوربند کیږي.
۲- د حکومت د استازو، سیاسي او مدني ټولنې د میرمنو او ځوانانو په ګډون او حضور ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو پیلول.

۳- له دې لارې د نظام د اسلامیت او جمهوریت په ساتلو سره د سولې په موخه بین الافغاني هوکړې ته رسیدل.

۴- په یو وخت کې د بین الافغاني هوکړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقتنامې له پاره نړیوال ضمانت او ملاتړ.

څلورم، که چیرې امریکا نه شي کولی چې له طالبانو سره د موافقتنامې لاسلیک د بین الافغاني هوکړې سره په یو وخت کړي، نو بیا د افغانستان له پاره حیاتي ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له موافقتنامې څخه نړیوال ضمانت پر بین الافغاني هوکړې پورې مشروط او وتړل شي او دا ضمانتونه باید په یو وخت کې د دواړو له پاره وي.
پنځم، د افغانستان سیاسي مشران کولی شي او باید له دې تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي او زموږ د خلکو د مشروع غوښتنې له حقانیت څخه چې سوله ده د نړۍ ملاتړ په لاس راوړي. شرط زموږ ملي اتفاق دی او هغه هم همدا اوس.