ولسمشر غني:  د اقتصاد نړیوالې مجمع ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته ولاړ

روهي( درې نۍ/۱ د دلوې )، ولسمشرمحمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اقتصاد نړیوالې مجمع ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار د سویس هیواد داووس ښار ته روان شو.

ولسمشر غني به ددغه سفر په جریان کې په اقتصاد نړیواله مجمع کې پر ګډون او وینا سربېره د یادې مجمع رئیس او د یو شمېر هیوادونو له مشرانو او مقاماتو سره هم کتنې ولري.
داسې اټکل کېږي چې ولسمشر غني بهخ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره هم لیده کاته وکړي.