یو افغان ایران ته  د جاسوسۍ  په  تور جرمني کې  محکمه  کیږي

روهي(دوه نۍ/۳۰ د مرغومی)، یو پخوانی افغانی-الاصله ژباړن ایران ته د جاسوسۍ په تور په جرمني کې محاکمه کیږي، دا کس په افغانستان کې له جرمني ځواکونو سره کار کوه.
څارنوالانو د دغې قضیې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي او د محکمې بهیر ته هم مطبوعات او عادي خلک نه دې پرېښودل شوي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې محکمه د جرمني د کوبلنز په ایالت کې روانه ده، او د مارچ تر ۳۱ به دوام ولري.
د دغه کس نوم، د هغه د هویت د پټ ساتلو له کبله یوازې عبدل اس ښودل شوی دی چې ۵۱ کلن دی.  یو قاضي توماس برګمن وویل چې تر امر ثاني پورې به محکمه د امنیتي اندېښنو له کبله د بندو دروازو تر شاه د مارچ تر ۳۱ پورې روانه وي. د دغه افغان مدافع وکیل اولریخ سومر وویل چې لګول شویو تورونو ته یې ځواب نه دی ویلی. وايي هغه د تورونو د ثابتولو لپاره کوم "مستقیم شواهد" ونه لیدل.