عراق کې د حکومت  ضد لاریونونه بیا پیل شوه

روهي(دوه نۍ/۳۰ د مرغومی)، عراق کې د حکومت ضد مظاهرو نوی پړاو پیل شوی ، په بغداد کې اعتراض کوونکو لارې کوڅې تړلي دي او له دې سره یې پر امنیتي ځواکونو یې تیږې او پطرولي بمونه ګوزار کړي دي او پولیسو هم د هغوی د خپرولو لپاره اوښکي بهوونکي ګاز نه ګټه پورته کړې ده.
د اعتراضونو په نتیجه کې د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي استعفی ته حاضر شو او د عراق پارلمان د تیر کال د دسمبر په لومړی نیټه د هغه استعفی ومنله، خو د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره د مختلفو ډلو ترمنځ د سیاسي اختلاف په وجه ښاغلي مهدي تر اوسه د صدارت د سرپرست په توگه خپلې دنده پر مخ وړي.
لاریون کوونکي شکایت کوي چې حکومت له خلکو سره د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاته راغلی دی. په عراق کې پراخې ولسي مظاهرې د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د نیمګړو ټولنیزو خدماتو، ګډوډ اقتصادي وضعیت او اداري فساد له امله سر ټکوي. اعتراض کوونکو د هیواد د صدراعظم د استعفی او د نوي حکومت د جوړیدو غوښتنه کوله. په اعتراضونو کې د ۴۵۰ او ۵۰۰ تنو ترمنځ لاریون وال د امنیتي قواو په ډزو کې ووژل شول.