هلمند کې د چاودېدونکو توکو درې ډیپوګاڼې کشف او له منځه یوړل شوې

روهي( دوه نۍ/۳۰ د مرغومي )، کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ملي پولیسو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو د چاودېدونکو توکو درې ډیپوګاڼې کشف او له منځه وړې دي.

خبر پاڼې زیاته کړې په یادو ډيپوګاڼو کې ۷۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي موجود وو؛ چې د ملي پولیسو لخوا له منځه یوړل شول.

هلمند د افغانستان یو د ناامنو ولایتونو له ډلې څخه دی چې وخت ناوخت په کې نښتې کېږي.